خوست کې د ۲۲۰ سړو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

خوست کې د سړو خونو د جوړولو بنسټ ایښودنه

د خوست په تولو ولسوالیو کې د کچالو او پیازو د ۲۲۰ سړو خونو د جوړولو چارې تېره ورځ پیل شوې.

د خوست والي محمد حلیم فدايي وايي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د باغدارۍ او مالدارۍ ملي برنامې په چوکاټ کې د زراعتي محصولاتو د تولید، د نرخونو د کنټرول او همدارنګه بازار ته د زراعتي محصولاتو د وړاندې کولو په موخه ۲۲۰ د پیازو او کچالو سړو خونو او همدا شان ۳۰ د مېوه‌جاتو د وچولو بستې د توزېع پروژه ده.

هغه زیاته کړه: "په دې پروژه کې به په مستقیم ډول ۲۲۰۰ کسان کار وکړي او ۲۴۵۰ ټنه پیاز او کچالو به په یادو سړو خونو کې ساتل کېږي."

فدايي وايي چې په دې پروژه کې ټول ۹۵ میلیونه ۵ لکه افغانۍ لګښت راغلی چې ۹۰ سلنه به‌یې د برنامې له لوري او ۱۰ سلنه به‌یې د بزګرانو له لوري ورکړل شي چې یادې سړې خونې به د خوست په ټولو ولسوالیو کې جوړې شي.

یادې هر یوه سړه خونه له ۱۰ څخه تر ۱۵ ټنو پورې کچالو او پیاز ساتلی شي چې ۱۰ متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري.

همدا شان په سولر او برښنا لرونکي هر ماشین به په یوه ساعت کې ۴۰۰ کیلوګرامه چې ټول ۳۰ دانې به به په ۲۴ ساعته کې ۱۲۰۰۰ کیلوګرام ميوه وچوي.