- یجیټال ژورنال
ډیجیټال ژورنال خپرونې د افغانستان د حکومت نوی اعلان مهم بللی دی.
په کابل او ننګرهار کې د سې شنبې په ورځ له خونړیو بریدونو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني افغان ځواکونو ته دستور ورکړ چې له دفاعي حالته بېرته تهاجمي حالت ته ولاړ شي او د دښمن پر ضد عملیات پیل کړي.
ډیجیټال ژورنال لیکي، طالبانو چې د سې شنبې د ورځې د بریدونو مسؤلیت نهدی منلی، خبرداری ورکړی چې دوی د افغان ځواکونو هر راز حملې ته بشپړ چمتوالی لري.
د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې تر توافق وروسته، ولسمشر اشرف غني د ښه نیت لپاره د بینالافغاني خبرو تر پيل مخکې ژمنه کړې وه چې افغان ځواکونه به په دفاعي حالت کې وي، ځو د سیګار د راپور له مخې د القاعده، داعش او نورو ترهګرو ډلو پر ضد عملیات روان وو.
طالبانو د توافقنامې له مخې پر بهرنیو ځواکونو بریدونه درولي دي، خو روېټرز اژانس لیکي چې د سولې تر توافقنامې راوروسته طالبانو په افغانستان کې تر ۴۵۰۰ ډېر بریدونه کړي دي.
د ډیجیټال ژورنال په باور، په داسې حال کې چې افغانستان د کرونا ویروس له امله له رامنځته شوې روغتیایي ستونزې سره مخامخ دی، د افغان ځواکونو تهاجمي وضعیت د سولې د بهیر په اړه چې هسې هم ماتېدونکی ښکاري، نور سؤالونه پيدا کوي.
په دې مطلب کې وړاندې راغلي دي چې لوړپوړي امریکایي چارواکي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو په ګډون د افغانستان په وروستیو بریدونو کې د طالبانو انکار ته په اشارې سره له افغان حکومت او طالبانو ډلې څخه غوښتي دي چې د سولې د بریالیتوب په لاره ګامونه اوچت کړئ.
- واشنګټن اګزمېنر
د کابل او ننګرهار د وروستیو بریدونو په اړه واشنګټن اګزمېنر خپرونې هم یو مطلب خپور کړی دی. دا خپرونه لیکي، حتی د افغانستان له معیارونو سره، د هغه هېواد چې خلکیې د بې شمېره ترورېستي بریدونو شاهدان دي، په کابل کې پر زېږنتون د برید صحنې هیښوونکې او بوږنوونکې وې او په ننګرهار کې بیا د جنازې پر مراسمو برید وشو.
واشنګټن اګزمېنر لیکي، د امریکا متحده ایالاتو دا حملې په کلکو ټکو غندلې دي.
خپرونه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو په وینا لیکي، طالبان او د افغانستان حکومت باید عدالت ته د دغو بریدونو د عاملانو د راکشولو لپاره همکاري وکړي.
پومپیو وایي، تر هغو چې شخړې راکمې نهشي او د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګ ونهشي، افغانستان به د ترهګرو له شره خوندي نهشي.