اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ پولو په پرانیستلو فشار راوړی

د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپایې ټولنې د چهارشنبه په ورځ د بلاک د غړو هېوادونو ترمنځ پولو په تدریجي ډول پرانیستلو فشار راوړی دی او وایي چې لا هم ناوخته نه‌دی چې د سیلانیانو لپاره د اوړي موسم یوه برخه خوندي شي او هم خلک په امان کې پاتې شي.

دغه پولې د کرونا وبا د خورېدو له کبله تړلې وې.

خو داسې علایم شته چې ښیي دغه وبا د نړۍ په نورو برخو کې په چټکۍ په خورېدو ده.

اروپایي ټولنه چې په ګرځندوی سکټور کې میلیونونه کاري فرصتونه باید وژغوري، پرون د اوړي سفرونو د بیا پیلېدو لپاره مرحله‌یي پلانونه اعلان کړل.

د اروپایي کمېسیون اجرائیه مرستیالې مارګریتا ویستاګار د یوه پلان د اعلان پر مهال د دې بلاک د غړو ترمنځ د ازادو او له قید او شرط پرته سفرونو غوښتنه وکړه. په دغه پلان کې په الوتکه کې دننه د ماسک اغوستل او په اورګاډو کې د واټن مراعاتول اجباري دي.