د پکتیا چارواکي: طالبانو د ګردېز-زرمت پر عمومي لارې ۵ تنه وژلي

د پکتیا ولایت نقشه

د پکتیا سیمه‌ییز چارواکي په دې ولایت کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې د ملکیانو په ګډون د پنځو تنو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د مې پر ۱۳مه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو د مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ ترمنځ عمومي لارې درې پوځیان او دوه ملکي وګړي په یوه برید کې ووژل.

ښاغلي حسرت زیاته کړه: "د روحاني بابا ولسوالۍ په مربوطاتو او د ګردېز-زرمت د لویې لارې په اوږدو کې چادري پوښو وسله‌والو طالبانو پر یوه موټر ډزې کړې دي چې په نتیجه کې یې یو تن ملي پولیس، دوه د ملي اردو سرتېري او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي."

تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.