غني له ټپيانو سره د لیدنې پر مهال: زه نن یو هزاره یم، یو شیعه یم

افغان ولسمشر تېره شپه د دشت برچي روغتون څخه لیدنه وکړه

افغان ولسمشر تېر ماښام د کابل په دشت برچي سیمه کې د هغه روغتون لیدلو ته ولاړ چې د سې شنبه په ورځ ترهګریز برید ورباندې وشو.

په هغه برید کې ۲۴ تنه چې ښځې او نوي زېږېدلي ماشومان وو، وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شول.

محمد اشرف غني د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت ترڅنګ د پېښې عاملینو ته په خطاب کې وویل چې په دې ډول کړنو افغانان له یو بل څخه نه‌شي بېلولی.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان ملت یو واحد ملت دی. هېڅ افغان له بل افغان څخه ډېر یا کم نه‌دی، خو کله چې پر یوې برخې برید کېږي زه په هماغه برخې پورې اړوند یم. زه نن یو هزاره یم، زه نن یو شیعه یم. که هغوی فکر کوي چې موږ سره بېلولی شي او یا مو د یو بل پر ضد استعمالولی شي، دا خام خیال به ګور ته یوسي."

ولسمشر غني د افغانستان عامي روغتیا وزارت ته سپارښتنه وکړه چې یاد روغتون تر پخوا لا په ښو وسایلو سمبال او ټولې ویجاړې شوې برخې یې باید په اساسي ډول ډېر ژر ورغول شي.

نوموړي همداراز د دې روغتون ډاکترانو او کارکوونکو ته د مالي او معنوي امتیازاتو او د قربانیانو له کورنیو سره‌یې د مرستې ژمنه ورکړه.

ولسمشر غني تر دې وروسته د ټپیانو د لیدلو لپاره اتاترک روغتون ته هم ولاړ.

په داسې حال کې چې هېڅ کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه‌دی منلی، افغان ولسمشر طالبان او داعش ډله مسؤله بولي.