اتمر: ایران او افغانستان د افغانانو د ډوبېدو پېښې ګډې پلتنې پیل کړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت محمد حنیف اتمر

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، سر له نن نه د ایران او افغانستان سرحدي کمیساریانو ایران کې له افغانانو سره د شوي زورزیاتي په اړه پلټنې پيل کړې.

د دغه وزارت خبرپاڼه وایي، دا څېړنې به تر هغو دوام وکړي چې د پېښې کره څرنګوالی معلوم شي او عاملینو سره‌یې عدالت وشي.

د راپورونو له مخې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې ایران ۷۰ تنه افغان کارګر چې په قاچاقي ډول دغه هېواد ته اوښتي و، اوبو ته اچولي دي.

په دوی کې د ۲۳ هغو د مړینې او ډوبېدو خبر ورکول شو.

افغان حکومت دا عمل "وحشیانه" وباله او له ایران نه‌یې وغوښتل چې عاملین‌یې مجازات کړي.