اسیا بانک افغانستان سره ۴۰ میلیونه امریکایي ډالر وړیا مرسته وکړه

اسیا پراختیايي بانک

د اسیا پراختیایي بانک افغانستان سره د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۴۰ میلیونه امریکایي ډالره وړیا مرسته وکړه.

د افغانستان مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې یادو مرستو کې د ۱۵ روغتونونو او روغتیايي مرکزونو جوړول شامل دي چې ورسره به ۱۱۰۰ بستره نور هم زیات او د څارنې ځانګړې خونې هم په‌کې جوړې شي.

هغه زیاته کړه چې د پنځو روغتیايي مرکزونو په بیا جوړونې برخه کې به هم مرسته وکړي چې هغو کې د ښځو او په ځانګړي ډول د امېندوارو ښځو لپاره روغتیایي مرکزونه شامل دي.

د ښاغلي مسجدي په خبره دا مرستې به د درملو جوړول، د اړتیا وړ طبي تجهیزاتو، د ظرفیت لوړولو او د افغانستان ملي روغتیاي سیستم انعطاف برخه چې بېړنیو حالاتو کې د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ سره مبارزه وکړي، مرسته وکړي.

له دې وړاندې هم د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره بېړنیو حالاتو کې مالي مرسته کړې ده.