د روسیې سفیر: مسکو به د ایران په اړه د امریکا د هرې هڅې مخالفت وکړي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا 

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر وايي، مسکو به پر ایران د وسلو د بندیز د اوږدولو او همداراز پر دغه هېواد د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیا لګولو په اړه د امریکا د هرې هڅې مخالفت وکړي.

واسیلي نبنزیا پرون "سې شنبه د مې ۱۲" وویل، د امریکا متحده ایالات به د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې چې روسیه په‌کې د ویتو حق لري، د بندیزونو د لګولو په تصویب کې ستونزې ولري.

د ایران پر ضد د ملګرو ملتونو بندیزونه په اکټوبر کې پای ته رسېږي.

خو امریکا غواړي د ملګرو ملتونو له لوري پر ایران د وسلو پر پلور بندیز اوږد شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، هېواد به‌یې له ټولو موجودو امکاناتو کار واخلي چې دې هدف ته ورسېږي.