د پیسو نړیوال صندوق مشره وایي، په غالب ګومان به دوی د دوهم ځل لپاره د ۲۰۲۰ کال د اقتصادي ودې په اړه په خپلې وړاندوینه کې بدلون راولي.
د پيسو نړیوال صندوق مشرې کریستالینا جورجیوا پرون له واشنګټنه د وېډیو کنفرانس له لارې په لندن کې یوې اقتصادي غونډې ته وویل چې کرونا ویروس د ډېرو هېوادونو اقتصاد تر هغه ډېر ځپلی دی چې دوی یې پخوا اټکل کاوه.
د پیسو نړیوال صندوق یا 'ایاېماېف' مشرې زیاته کړه چې غالباً به د جون په میاشت کې خپله نوې وړاندوینه وکړي، خو دې وویل چې هغه وخت بهیې وړاندوینه ممکن تر دې بده وي چې اوس د ۲۰۲۰ کال په اړه کوم فکر کوي.
په جنوري کې 'ایاېماېف' مخکې تر دې چې په ډېرو هېوادو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بندیزونه ولګېږي، اټکل کړی و چې سږکال به د نړۍ اقتصاد ۳،۳ فیصده وده وکړي چې دا تر ۲۰۱۹ کال زیات و، هغه وخت اقتصادي وده ۲،۹ وه.
خو د 'ایاېماېف' متخصصانو د اپرېل په میاشت کې خپل نظر یو مخ بدل کړ او ویېویل چې روان کال به د نړۍ اقتصادي وده منفي درې فیصده وي او اوسیې اندېښنې نورې هم زیاتې شوې دي.