د پکتیکا چارواکي: طالبانو ۴ تنه ملکي وګړي وژلي

ارشیف، یو شمېر طالبان

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، طالبانو دې ولایت کې ۴ ملکیان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي.

په مړو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین د دوشنبې په ماښام «۱۳۹۹ کال د غويي ۲۲» ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان هغه مهال مړه او ټپیان شول چې د محمد حسن په کلي کې له جومات څخه کورونو ته روان وو.

هغه زیاته کړه: "په وژل شویو کسانو کې یو ماشوم او دوه تنه د کلي سپین ږیري مشران دي. په دوو ټپیانو کې هم یوه ماشومه نجلۍ او بل یو ماشوم هلک دی."

په یو جلا پېښه کې د دې ولایت په وازې خوا ولسوالۍ کې هم وسله‌والو طالبانو یو تن وژلی چې د ارین په وینا عام وګړی و.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو د دې دواړو بریدونو په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.