غزني کې د سولې ولسي حرکت غړی او دیني عالم وژل شوی

مولوي بهاوالدین

په غزني کې یو دیني عالم او د سولې ولسي حرکت غړی مولوي بهاوالدین په وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د ولایت ویاند وحیدالله جمعه زاده د دو شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "مولوي بهاوالدین نن له غرمې وروسته د ښار د قره باغ اډې په سیمې کې ناڅرګنده کسانو په بې غږه توفنچه وژلی دی."

ښاغلي دوجمعه زاده زیاتوي، مولوي بهاوالدین په دولت کې هېڅ رسمي دنده نه درلوده او په خپل شخصي کاروبار بوخت و.

د غزني مدني فعالان وايي، مولوي بهاوالدین یو مدني فعال، دیني عالم او د سولې ولسي حرکت غړی و.

په غزني کې ډېری وخت دیني عالمان، قومي مشران، مدني فعالان، دولتي کارمندان او ولسي کسان وژل کېږي.