اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشر دوستانه اوربند ملاتړ وکړ

بروکسل کې د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د بشر دوستانه اوربند د غوښتنې ملاتړ وکړ.

د افغانستان لپاره د اروپایې ټولني ځانګړي استازي رولاند کوبیا تېره ورځ پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې اروپایې ټولنه او امریکا د اوربند په اړه چې اوس یو انتخاب نه بلکه اړتیا ده، په یوه نظر دي.

نوموړی زیاتوي تقریباً ټوله نړۍ د دې ډول اوربند غوښتونکې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ناټو په دې وروستیو کې له طالبانو غوښتي چې اوربند وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

وسله والو طالبانو په ځواب کې له امریکا سره د دې ډلې د تړون پر تطبیق ټینګار کړی او ویې ویل چې په اوس وخت کې اوربند معقول نه دی.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ادعا کړې چې د افغانستان حکومت د یاد تړون د عملي کېدو پر وړاندي خنډونه جوړوي، د بندیانو خوشې کېدل ځنډوي او یو جامع مرکچي پلاوی یې له خپل لوري نه دی معرفي کړی.

د طالبانو اعلامیه زیاتوي چې امریکا او ناټو هم د فبرورۍ د ۲۹ موافقې د عملي کېدو په برخه کې خپل مسئولیتونه نه دي ترسره کړي.