په افغانستان کې د سویل ختیځې اسیا لپاره د داعش مشر ونیول شو

آرشیف

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د سویل ختیځې اسیا لپاره د داعش ډلې مشر ضیاالحق چې په شیخ ابو عمر خراساني مشهور دی، له نورو مهمو کسانو سره یوځای نیولی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست او د کورنیو چارو وزارت په یوې ګډې اعلامیې کې چې نن دوشنبه خپره شوه راغلي چې یاد کس د ملي امنیت او د پولیسو د ۲۲۲ ځانګړي قطعې په ګډو عملیاتو کې ونیول شو.

اعلامیه زیاتوي په دې عملیاتو کې د جنوبي آسیا لپاره د داعش ډلې د استخباراتو مسول ابوعلي او د عامه اړیکو مسول صهیب هم نیول شوي دي.

د اعلامیې له مخې دا عملیات د ملي امنیت د استخباراتي معلوماتو او هم د داعش وسله والې ډلې د هغو نورو څلورو لوړ پوړو غړو د اعتراف په نتیجه کې شوي چې دا مهال د ملي امنیت په بند کې دي .

په اعلامیې کې د یادو عملیاتو ځای او وخت نه دی ښودل شوی خو زیاتوي چې دغه ځواکونه به په سیمه کې د ترهګرو ډلو د مشترکو شبکو او د هغو د مرکزونو په نښه کولو او تعقیب ته دوام ورکړي.

د افغاسنتان ملي امنیت ریاست تېره اوونۍ په کابل کې د سرکوتل او شکر درې ولسوالۍ کې د داعش او حقاني شبکې د ګډې هستې د له منځه وړلو خبر ورکړی و.