کابل کې په څلورو چاودنو کې ۴ ملکي وګړي ټپیان شوي

د کابل نقشه

د کابل پولیس وایي نن سهار په پلازمېنه کابل کې په څلورو چاودنو کې د یوه ماشوم په ګډون څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن رسنیو ته وویل چې دا د سړک غاړې ماینونو چاودنې وې چې د کابل په ۱۷مه، ناحیه کې وشوې.

تر اوسه د دې پېښي مسؤلیت چا نه‌دی منلی.