په زابل او لغمان کې د طالبانو بریدونه شنډ شوي

ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت په زابل او لغمان ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو د شنډولو خبر ورکوي.

د دغه وزارت اعلامیه زیاتوي چې طالبانو تېره شپه پلان درلود د زابل د میزان ولسوالۍ په زرداد کلي او د قلات په اومکۍ سیمه کې بریدونه وکړي.

اعلامیه زیاتوي دولتي ځواکونه چې په دفاعي حالت کې وو، د هوایي ځواک په ملاتړ اقدام وکړ چې په نتیجه کې ۶ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي او په دې توګه‌یې برید شنډ شو.

دفاع وزارت دا هم ویلي چې د طالبانو څلور موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له‌منځه تللي دي.

د همدې وزارت په یوې بلې اعلامیه کې راغلي چې د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې هم د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو د تېرې شپې برید شنډ شو.

دفاع وزارت د ارقامو له ورکولو پرته ویلي چې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده. اعلامیه د شپږو افغان سرتېرو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی .

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.