د نیمروز پولیسو سلګونه کیلو ګرامه نشه‎یي مواد ونیول

ارشیف، په یو موټر کې ځای پر ځای شوي نشه‎یي مواد

په نيمروز ولايت کې تر ۱۸۰ کیلوګرامو نشه‌يي مواد ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل: "د نيمروز ولايت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو د ثور د مياشتې په ۱۵مه نېټه د زرنج ښار په جنوب خوا کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۱۸۰ کيلوګرامه نشه‌يي مواد ونيول.

په دې نشه‌يي موادو کې ۲۱ کيلوګرامه هيروئين او ۱۵۹ کيلوګرامه‌يې تارياک شامل دي.

تر دې مهاله د دې نشه‌يي موادو د ساتلو په تور څوک نه‌دي نيول شوي، خو پولیسو د پېښې په ځای کې دوه ميله وسلې او يو کورولا موټر موندلی او ضبط کړی دی.