اې‌بي‌سي: افغانستان کې د کرونا ګواښ ممکن د تېرو ۱۸ کلونو له تاوتریخوالي مرګونی وي

بهرنۍ ورځپاڼې

  • اې‌بي‌سي

'اې‌بي‌سي' نیوز پر خپله وېب‌پاڼه افغانستان کې د کرونا ویروس د ګواښ په اړه یوه مقاله خپره کړې او دا سرلیک‌یې ورکړی، "افغانستان کې د کرونا ګواښ ممکن د تېرو ۱۸ کلونو له تاوتریخوالي مرګونی وي."

په مقاله کې راغلي، افغانستان ځکه د دغه ویروس له کبله ډېر زیانمنونکی دی چې د تېرو څو لسیزو جګړو یې روغتیایي سیستم کمزوری کړی او له بله پلوه ګڼ شمېر کډوال هره ورځ له ایرانه ورستنېږي.

د حمید په نوم یوه افغان چې تازه له ایران راستون شوی 'اې‌بي‌سي' نیوز ته ویلي، کله چې دی کورته ستون شو، د کورنۍ هېڅ غړی یې نه‌پوهېده چې کرونا څه ده.

ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې ژوند کوي ویلي، طالبانو امبولانس ورکړ او یوه حکومتي روغتون کې یې ځان معاینه او بیا ۱۴ ورځې قرنطین کړ.

په مقاله کې راغلي، د افغانستان جګړه کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یو لک او ۱۰ زره افغانان وژل شوي، خو روغتیایي کارکوونکو دغې خپرونې ته ویلي، د افغانستان کمزوري روغتیایي وضعیت او د خلکو نه‌پوهاوي ته په کتو، ممکن د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ افغانستان ته له جګړې هم درنه پریوځي.

  • مېل انلاین

مېل انلاین خپرونې بیا د امریکا له‌خوا د طالبانو له منګولو د یوه امریکایي قراردادي مارک فریریچس د راخوشې کېدو په اړه یو مطلب خپور کړی.

په مطلب کې راغلي، طالبانو د حقاني شبکې په ګډون خپلې لیکې چاڼ کړې، خو وروسته‌یې وویل چې په دې نوم کوم کس له دوی سره اسیر نه‌دی.

د مېل انلاین په لیکنه د دغه امریکایي قراردادي راخوشې کول سیمې ته د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د وروستي سفر یوه غوښتنه وه، په کوم کې چې نوموړی قطر، هند او پاکستان ته ولاړ.

مېل انلاین په پاکستان کې د طالبانو د قطر دفتر د اوسني مشر ملا عبدالغني برادر اته کلن بند ته په اشارې لیکلي، پاکستان اوس هم پر طالبانو نفوذ لري، خو د مطلب لیکوال ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ ځینې بې‌باورۍ هم رامنځته شوي.

د هندو ورځپاڼې بیا هند ته د سفر پر مهال له دغې ورځپاڼې سره د زلمي خلیل‌زاد په خبرو یوه لیکنه خپره کړې.

په دې لیکنه کې د ښاغلي خلیل‌زاد په حواله راغلي، هند دې د ترهګرۍ د اندېښنو په اړه په مستقیم ډول له طالبانو سره خبرې وکړي.

ښاغلي خلیل‌زاد ورځپاڼې ته ویلي، هند او افغانستان تاریخي اړیکې لري او د هند او طالبانو خبرې مهمې دي.

په مطلب کې راغلي، ښاغلي خلیل‌زاد له هندي چارواکو سره هم پر دې خبرې کړي چې څنګه نوې ډېلي د افغانستان د پخلاینې په بهیر کې مؤثر رول لوبولی شي.