ایران وايي چې له متحدایالاتو سره د بندیانو بشپړې تبادلې ته چمتو دی خو د امریکا حکومت د ایران دې غوښتې ته تراوسه ځواب نه دی ویلی.
د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي نن یکشنبې نیوز آنلاین خبري ویبپاڼې ته وویل موږ اعلان کړی چې چمتو یو له قید او شرط پرته له امریکا سره ټول بندیان تبادله کړو او دې ته هم تیار یو چې له امریکايانو سره د ټولو مسایلو په اړه بحث وکړو خو امریکايي چارواکو تراوسه موږ ته هیڅ ځواب نه دی راکړی.
ښاغلي ربیعي زیاته کړه، موږ په محبسونو کې د ایراني بندیانو د مصوونیت له کبله اندیښمن یو او په داسې حا ل کې چې کرونا ویروس په چټکۍ سره سرایت کوي، د ایراني بندیانو د سلامتي په خاطر امریکايي چارواکي مسوول بولو.
لویدیځو رسنیو تېره اونۍ راپور ورکړ چې تهران او واشنګټن په امریکا کې د یوه بندي ایراني په بدل کې د امریکا د سمندري ځواکونو د متقاعد غړي مایکل وایټ د خلاصون په اړه خبرې کوي.
وایټ په تیره سپټمبر میاشت کې د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي ته د سپکاوي په تور په دې هېواد کې نیول شوی و.
ګومان کېږي چې د ایران په محبسونو کې به د ایراني الاصله امریکايي سوداګر سیامک نمازي او د هغه د پلار باقر نمازي په ګډون څلور کسان بندیان وي خو ایران وايي چې شل تنه ایراني وګړي په امریکا کې په زندان کې دي.