حقیقت موندونکی پلاوی: کره شواهد شته چې افغانان د ایران په خاوره کې مړه شوي

د ایران حکومت په دې پېښه کې د ایراني سرحدي ځواکونو لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دا پېښه د افغانستان په خاوره کې شوې ده.

له ایران سره پر ګډه پوله د ایراني پوځیانو له خوا هریرود سیند ته د لسګونه افغانانو د غورځولو د پېښې په اړه د حقیقت موندونکي پلاوي مشر وايي، کره شواهد شته چې دا کسان به د ایران په خاوره کې مړه شوي وي.

د ایران حکومت په دې پېښه کې د ایراني سرحدي ځواکونو لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دا پېښه د افغانستان په خاوره کې شوې ده.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو د اعلی قوماندانۍ مشرمفتش جنرال حمید طهماسي چې اوس مهال په هرات کې دی آزادۍ راډیو ته وویل چې د نورو څېړنو لپاره باید دا شواهد له ایراني چارواکو سره شریک شي.

هغه زیاته کړه: "د دې لپاره چې دا موضوع ثابته شي او موږ ایراني لوري ته د هغو اسنادو په رڼا کې چې لرو یې، قناعت ورکړو چې پېښه د ایران په خاوره کې شوې ده، خبرو او د اسنادو او معلوماتو سپارلو ته اړتیا شته."

د ښاغلي طهماسي په مشرۍ پلاوي د هغو راپورونو په اړه څېړنې پیل کړې دي چې وايي، د مې په لومړۍ نېټه ایراني پوځیانو شاوخوا پنځوس تنه افغانان چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول ایران ته ولاړ شي نیولي او له وهلو ټکولو وروسته یې د ایران په اړونده ذوالفقار سیمه کې هریرود سیند ته غورځولي دي.