جرمني کې اعتراضونه په تاوتریخوالي اوښتي

جرمني کې د اعتراضونو یو انځور

د جرمني پولیس وايي چې د دې هېواد په څو ښارونو کې یې لسګونه کسان، چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د حکومت له خوا د لګول شویو محدودیتونو پرضد د اعتراض لپاره راوتلي وو نیولي دي.

پرون په ځینو ځایونو کې د دې مظاهرو په ترڅ کې تاوتریخوالی پیښ شو.

د برلین پولیس وايي، ۸۶ کسان یې وروسته له هغه توقیف کړل چې د پلازمېنې په یوه مرکزي چوک کې د مظاهرې پرمهال یې پولیسو په بوتلونو وویشتل.

په دې پېښه کې لږترلږه یو پولیس ټپي شوی دی.

د لویدیځ دورتموند ښار پولیس وايي یوتن د اعتراضونو پرمهال د یوه ټلویزیوني چینل پر کارکوونکو برید وکړ.

په تېرو دوو اونیو کې دا دریمه دا ډول پېښه ده.

پولیس وايي چې ۲۳ کلن بریدکوونکی یې نیولی دی.

د کولن ښار پولیس وايي چې ځینو معترضانو خلک دې ته هڅول چې پلورنځیو ته د ننوتو پرمهال خپل ماسکونه لیرې کړي او د مونشن ښار پولیسو معترضانو ته په لوډسپیکرونو کې اعلانونه کول چې د ټولنیزې فاصلې اصول مراعات کړي څو د ویروس د حپرېدو خطر کم شي.

دا اعتراضونه په داسې حال کې کېږي چې د جرمني حکومت له څو اونیو راهیسې د کوروناویروس د مخنیوي لپاره د محدودیتونو تدریجي کمول پیل کړي دي.