میدان وردک کې د ۳۱۶ په شاوخوا کې سړې خونې جوړېږي

د میدان وردک نقشه

د میدان وردک ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئیس وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۳۱۶ په شااوخوا کې د سړو خونو جوړېدل منظور شوي چې په خبره‌یې په جوړېدو سره به‌یې د دې ولایت خپل محصولات ذخیره او په ښه کیفیت سره ساتل کېږي.

ولید احمد تسل نن ازادي راډیو ته وویل، دا سړې خونې د کرنې ریاست له لوري د ۳۱۴ میلیونه ۲ لکه ۶۹ زره افغانیو په ارزښت د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې جوړېږي چې د مڼو، کچالو، پیازو او د مېوو د وچولو سولري ماشینونه به هم په‌کې وي.

د نوموړي په خبره، په دې سره به د ولایت د بزګرانو اقتصاد هم ښه شي.

د میدان وردک ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، دا سړې خونې به له دوو تر څلورو میاشتو په جریان کې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.