ګرجستان د اوکراین له هغه اقدامه ناراضه شوی چې میخایل ساکاشویلي یې د دولت د اصلاحاتو یوه بنسټ ته نوماند کړی دی.
ګرجستان له همدې امله د اوکراین له پلازمېنې کیف نه خپل سفیر راغوښتی دی.
د ګرجستان د بهرنیو چارو وزیر دیوید زالکالیاني ویلي، خپل سفیر یې د مشورې لپاره تبلیسي ته راغوښتی دی.
ګرجستان دغه پرېکړه له هغه یوه ورځ وروسته وکړه چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د ګرجستان پخوانی جنجالي ولسمشر میخایل ساکاشویلي د اوکراین د ملي اصلاحاتو د شورا اجرائیه کمېټې ته کاندید کړ.
۵۲ کلن ساکاشویلي له ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۱۳ کال پورې د ګرجستان صدراعظم پاتې شوی، هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال ځیني اصلاحات عملي کړل چې لوېدیځو هېوادونو کې یې ستاینه وشوه.