له ننګرهاره کونړ ته د ۲۲۰ کیلو واټه برښنا تړون لاسلیک شو

د تړون لاسلیک غونډه

له ننګرهاره کونړ ولایت ته د ۲۲۰ کیلو واټه برښنا د مزو د لېږد تړون لاسلیک شو.

تړون پرون شنبه د برښنا شرکت د مشر او یوه خصوصي شرکت ترمنځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شو.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر دغې پروژې نږدې ۳۰ میلیونه ډالره لګښت راځي چې ورسره به د صنعتي پارکونو او سوداګریزو بنسټونو په ګډون ۳۰ زره کسانو ته برښنا برابره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د برښنا له دې مزي به نورستان ولایت ته هم د برښنا یو دهلېز پرانیستل شي.

د کونړ په مرکز اسد اباد کې دا مهال د برښنا د تولید یوه وړه کارخونه فعالیت لري او هغه ولایت کې د مناګي بند چې رغنیزې چارې یې هم بشپړې شوې، لا نه‌دی پرانیستل شوی.