ارګ: طالبانو د روژې په دوهمه اوونۍ کې ۳۳ فیصده تاوتریخوالی زیات کړی

طالبان

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، طالبانو د روژې میاشتې په دوهمه اوونۍ کې د لومړۍ اوونۍ پرتله ۳۳ فیصده تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مينه‌پال ازادي راډیو ته وویل، طالبانو په خپلو دې بریدونو سره لسګونه ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

هغه وویل: "طالبانو د روژې میاشتې په دوهمه اوونۍ کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د تاوتریخوالي په ترڅ کې ۲۵ ولسي وګړي وژلي او ۷۴ نور یې ټپیان کړي دي، دا تلفات د روژې د لومړۍ اوونۍ پرتله ۳۳ فیصده زیاتوالي ښيي، دا د ولسي وګړو ژوند ته د طالبانو د نه‌پاملرنې نتیجه ده."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د حکومت دغه ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي چې حکومت د خپلې دې خبرې لپاره یوه بېلګه هم نه‌شي یادولی.