امنیتي چارواکي: پکتیا کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

په پکتیا کې ۷ وسله والو طالبان وژل شوي او ۳ ژوندي نیول شوي دي.

د پکتیا سیمه ییز چارواکي وایي، چې تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت د احمدابا ولسوالۍ په مربوطاتو کې عملیات کړي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت نن شنبه ازادي راډیو ته وویل: "د جمعې په شپه د پکتیا د احمد آبا ولسوالۍ اړوند په بورګي سیمه کې افغان ځانګړو ځواکونو د هوایي ځواک په ملتیا یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي، ۳ تنه ژوندي نیول شوي او یو شمېر وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي."

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼې کې د عملیاتو په ترڅ کې د نشه یې توکو او د ځینو وسلو او مهماتو د ترلاسه کېدو خبر ورکړی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.