چارواکي: د طالبانو لخوا لوګر کې ۴ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارشیف

په لوګر کې د وسله والو طالبانو لخوا ۴ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په سویل ختیځ زون کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو د رسنیو مسئول ایمل مومند آزادي راډیو ته وول چې وسله والو طالبانو د ملکي وګړو پر کورونو د هاوان مرمۍ توغولي دي.

هغه زیاته کړه: "د وسله والو طالبانو لخوا د لوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ اړوند د سليم‌خېلو په سيمه کې د ملکي وګړو په کورونو د هاوانونو مرمۍ توغول شوي چې د لومړنیو معلوماتو له مخي یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي."

ښاغلي مومند زیاته کړه چې ټپیان د درملني لپاره د جلال آباد ښار ملکي روغتون ته وړل شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.