افغان چارواکي: نړیوال بانک د ۴۰۰ میلیونه ډالرو مرسته منظور کړه

ارشیف

د نړیوال بانک اجرائیوي بورډ د افغانستان حکومت لپاره ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالر د هڅونې کڅوړه منظور کړه.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل، چې یاده مرسته د هغې درې کلنې هڅونې کڅوړې برخه ده چې د منظور شویو پیسو څخه ۱۶۰ میلیونه ډالر یې د نړیوالې پراختیا موسسې (IDA) له لوري او ۲۴۰ میلیونه ډالر یې د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق له لوري چې د نړیوال بانک له لوري مدیریت کېږي، تر سره کېږي.

د دې مرستې اصلي تمرکز په ښې حکومتولۍ، د خصوصي سکټور پیاوړتیا او اقتصادي وده ده.

د دې مرستې پر بنسټ هر کال د حکومت او نړیوال بانک تر منځ مشخص شاخصونه تر بحث لاندې نیول کېږي او له مخې یې یادې پیسې په اختیاري ډول د افغانستان حکومت بودیجي ته ورکول کېږي.

نوموړي وویل، دا چې افغانستان د کرونا ویروس د خپریدو او اوسني ستونزمن حالت سره مخ دی نړیوال بانک یاده مرسته له ټاکل شوې مودې څخه مخکې منظوره کړه.

د یادونې وړ ده چې یاده مرسته د افغانستان په ملي بودیجه کې شامله ده چې هر کال د تصویب لپاره پارلمان ته لېږل کېږي او د نړیوال بانک د وړیا مرستو یو برخه ده چې د افغانستان حکومت د اصلاحاتو پلي کېدو پر وړاندې تر سره کېږي.