پاکستان د طالبانو پخواني مشر ملا منصور د جایداد لیلامولو حکم وکړ

ملا اختر محمد منصور

په پاکستان کې د ترورېزم پر ضد یوې محکمې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د جایداد د لیلامولو حکم کړی دی. د معلوماتو له مخې دا شتمني ۳۲ میلیونه پاکستانۍ روپۍ ارزښت لري.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې چې د جمعې په ورځ خپور شو، محکمې د منصور د پنځو جایدادونو د لیلام حکم کړی چې ده له جعلي اسنادو په استفاده پېرلي وو.

په دې جایداد کې په کراچۍ ښار کې کورونه او اپارتمانونه هم شامل دي.

ملا منصور د ۲۰۱۶ م کال د مې میاشتې په ۲۱مه نېټه د ایران او پاکستان ترمنځ پر پوله په بلوچستان ایالت کې د امریکا د بې‌پيلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

په دې اړه لومړی ځل پلټنې د تېر کال په جولای میاشت کې پيل شوې.