امریکا روسیه د لیبیا د وضعیت په بدتره کولو تورنه کړه

د لیبیا پلازمېنه طرابلس کې یوه چاودنه

د امریکا متحده ایالاتو روسیه تورنه کړې چې په جنګ‌ځپلي لیبیا کې وضیعت نور هم بدتره کوي.

د امریکا متحده ایالات وايي، روسیه دا کار د سوریايي اجیرانو په تمویل کوي، څو په لیبیا کې د پلازمېنې طرابلس په نیولو کې د جنګسالار خلیفه حفتر ملاتړ وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو په دې اړه یوه ورځ وروسته له هغې څرګندونې کړي چې د مې په ۷مه ملګرو ملتونو په یو راپور کې تأیید کړه او ویې‌ویل، د "وګنر ګروپ" (Vagner Group) په نوم د روسیې د پوځ له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې قراردادیان د خلیفه حفتر له ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګ کوي.

د خلیفه حفتر ځواک ځان د لیبیا ملي پوځ بولي او د دې هېواد پر ختیځو سیمو واک لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی کریس رابینسن چې پر روسیې تمرکز لري وايي، له حفتر د روسیې ملاتړ "په کړکېچ کې د پام وړ زیاتوالی راوستی او په لیبیا کې یې بشري وضعیت له بد څخه بدتر کړی دی."

رابېنسن خبریالانو ته وویل، د وګنر ګروپ نوم ډېر کله په ناسمه توګه د روسیې خصوصي امنیتي کمپنۍ ته کارول کېږي، خو په حقیقت کې دا د روسیې د حکومت یوه وسیله ده چې کرملېن‌یې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د کم لګښت او کم خطره وسیلې په توګه کاروي.

د ملګرو ملتونو هیئت ویلي، یوه روسي کمپنۍ لږترلږه د ۲۰۲۰ م کال د پیل راهیسې سوریايي وګړي استخداموي چې په لیبیا کې جګړه وکړي.

لیبیا په دې هېواد کې د پخواني واکمن معمر قذافي له نسکورېدو راهیسې په کورني جنګ کې ښکېل ده.

نړیواله ټولنه په طرابلس کې د لیبیا د حکومت ملاتړ کوي، خو د روسیې په شمول څو هېوادونه بیا د دې هېواد د یو جنګي قوماندان خلیفه حفتر ننګه کوي.