د خوست امنیه قوماندان او ۲ تنه نور په ماین چاودنه کې ووژل شول

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال سید احمد بابازی چې ماین چاودنه کې ووژل شو.

د خوست سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دې ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال سید احمد بابازی هغه مهال چې د دې ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځیني‌خېلو سیمې ته د عملیاتو لپاره روان و، د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی.

د خوست والي محمد حلیم فدايي نن ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه وسله‌والو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د خواجه رحیم سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ، د امنیه قوماندان په مشرۍ امنیتي کسان‌يې ملاتړ ته ور روان وو چې په سیمه کې ورباندې په سړک کې ایښودل شوی ماین چاودلی دی.

د خوست د والي له دفتره په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې جنرال بابازی هېواد او ولس ته یو وفادار او زړور افسر یاد شوی دی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، سره له دې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شوی دی او افغان امنیتي ځواکونو سولې ته ژمنتیا په ډاګه کړې، خو مقابل لوری تل د سولې له دې تړون څخه د افغانانو د وژلو د فرصت په توګه کار اخیستی.

که څه هم د خوست والي دا برید د وسله‌والو طالبانو کار بولي، خو تر اوسه طالبانو یا نورو ډلو د دې برید مسؤلیت نه‌دی منلی.

مل پاسوال سید احمد بابازی یو کال او ۱۴ ورځې مخکې د خوست د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی وو، له هغې مخکې نوموړي د خوست د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر په توګه دنده ترسره کوله.