د امریکا عدلیې وزارت له محکمې غوښتي پر مایکل فلین تورونه لیرې کړي

د امریکا ولسمشر د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلین

د امریکا عدلیې وزارت له محکمې غوښتي دي د ملي امنیت پر پخواني سلاکار مایکل فلین لګول شوي جنايي تورونه لیرې کړي.

فلین لومړی کس دی چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د کمپاین او روسیې ترمنځ د احتمالي همکارۍ په برخه کې د تحقیقاتو له قضیې څخه وځي.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې د عدلیې وزارت په هغو اسنادو کې چې پرون په محکمه کې ثبت شول ویلي چې د ټولو حقایقو او شرایطو له څېړنې وروسته د فلین د دوسیې د بندولو پرېکړه شوې ده.

فلین د ۲۰۱۷ کال په فبرورۍ کې له یوې میاشتې د لږې مودې لپاره د ملي امنیت د سلاکار په توګه له کار وروسته ولسمشر ټرمپ له دندې ګوښه کړ.

د نوموړي د لیرې کولو پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې معلومه شوه په امریکا کې د روسیې له سفیر سره د خپلو تماسونو په اړه‌یې مرستیال ولسمشر مایک پنس ته دروغ ویلي.

فلین د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر میاشت کې د روسیې له سفیر سره د خپلو خبرو په اړه 'اف‌بي‌ای' ته په دروغ ویلو مجرم وپېژندل شو. د عدلیې وزارت وايي، دې نتیجې ته رسېدلی چې په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې له سفیر سره د خبرو په اړه له 'اف‌بي‌ای' سره د فلین مرکه له مشروع بنسټ پرته شوې ده.

ټرمپ سمدستي د دې اقدام هرکلی وکړ او فلین‌یې بېګناه وباله.