د ملي تأسیساتو پر خوندي کولو د افغانستان امنیتي سکټور مشرتابه بحث

د کابل میربچه کوټ ولسوالۍ کې د برښنا الوزول شوې ستن

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي چې د امنیتي سکټور مشرتابه پرون پنجشنبې په خپله غونډه کې د ملي تأسیساتو او شتمنیو د خوندي کولو پر لارو چارو بحث وکړ.

د افغانستان پر عامه تأسیساتو د ۴۰ کلنې جګړې په ترڅ کې تل حملې شوي، خو په دې وروستیو کې پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو ته د برښنا پر غځېدلو ستنو ډېرې حملې شوي او ځکه د برښنا د رسولو چاره له لوی خنډ سره مخامخ شوې ده.

ګومان کېږي چې په دې حملو کې به هم د دولت وسله‌وال مخالفین او هم خپل‌سرې وسله‌والې ډلې لاس لري.

د ملي امنیت شورا د پرونۍ غونډې په اړه په یوه بیان کې وايي چې د امنیتي سکټور مشرانو پر هغو اقداماتو خبرې وکړې چې په پایله کې یې د غیر قانوني کړیو او افرادو د تخریبي فعالیتونو مخه نیول کېږي او ملي تأسیسات او شتمنۍ خوندي کېږي.

د افغانستان برښنا شرکت چارواکي وايي، که د برښنا د ستنو الوزول دوام وکړي، نو ډېر ژر به د هېواد یو شمېر ښارونه له برښنا څخه بې‌برخې شي.