خلیل‌زاد په دوحه کې له ملا برادر سره وکتل

ارشیف، له ملا عبدالغني برادر او قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر غړو سره د زلمي خلیل‌زاد لیدنه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمي خلیل‌زاد د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له مرستیال او د سیاسي ډلې له مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن په خپله ټویټر پاڼه د دې لیدنې خبر ورکړی دی.

شاهین لیکلي چې ډاکتر خلیل‌زاد او ملا برادر د قطر د بهرنیو چارو د وزیر مطلق‌القحطاني په حضور کې د بندیانو په چټک خلاصون، د بین‌الافغاني مذاکراتو د پيل او د توافق‌نامې په بشپړ تطبیق اوږدې خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلامیه ورکړې وه چې ښاغلی خلیل‌زاد به په دوحه کې د طالبانو له استازو او په اسلام‌اباد او نوې ډهلي کې له پاکستاني او هندي چارواکو سره په لیدنو کې د شخړو د کمېدو او د بین‌الافغاني خبرو د ملاتړ لپاره فشارونه زیات کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خلیل‌زاد به پر طالبانو فشارونه راوړي چې د سولې تړون بشپړ عملي کړي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخکې دا به د اپرېل له ۱۲مې وروسته سیمې ته د ښاغلي خلیل‌زاد دوهم سفر وي او هغه داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو له‌خوا د حملو زیاتوالي او په دې هېواد کې د کرونا خپرې شوې وبا د نوموړي هغه هڅې زیانمنې کړې چې په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره‌یې مخ ته وړي.