په ننګرهار ولایت کې د ګلخانې یا تر پلاستیک لاندې محصولاتو د لومړي فصل حاصلات بازار ته وړاندې شول.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه وزارت د کلیوالو او لیرې پرتو سیمو د کرنې پراختیا پروژې په ننګرهار ولایت کې بزګرانو او علاقهمندانو ته ۱۸۰ لویې سوداګریزې ګلخانې او ښځو ته ۲۳۰ وړې ګلخانې جوړې کړي.
نوموړي زیاته کړه، دغه ګلخانې په اچین، کوټ، رودات، خوګیاڼیو، چپرهار او شېرزادو ولسوالیو کې ۴۱۰ بزګرانو ته جوړې شوې.
نوموړی وايي اوسمهال بزګرانو له دې ګلخانو بېلابېل ډوله سبزیجات راټول کړي او بازار تهيې وړاندې کړي چې په دې سره په دې ولایت کې د سبزیجانو په نرخونو کې هم د پخوا په پرتله کمښت راغلی دی.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې په دغو ولسوالیو کې به د ۲۹۰ سوداګریزو او ۲۳۰ وړې ګلخانې چې کارونهیې روان دي، ژر بشپړې شي.
د کرنې وزارت د چارواکو په وینا له دغو ګلخانو د جوړېدو هدف له لږو ځمکو زیات حاصل راټولول، د تولید د کچې لوړېدل او د کوکنارو له کښت څخه مخنیوی دی.