ډیپلومات: طالبانو سره د سولې موافقې ته د امریکایي چارواکو اندېښنې زیاتې شوي

بهرنۍ ورځپاڼې

  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې په خپله تازه ګڼه کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ وروستۍ پرېکړې ته اشاره کړې ده چې د دوشنبې په ورځ‌یې وویل، تر دې وروسته به متحده ایالات د خپلو هوایي بریدونو په اړه ورځني معلومات له رسنیو سره نه‌شریکوي.

د ډیپلومات په مقاله کې راغلي دي چې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ د مسؤلیت په ساحه کې منځنی ختیځ شامل دی او افغانستان هم رانغاړي. خپرونه بیا د همدې قوماندانۍ د ویاند زاکاري هاریل خبرې رااخیستې دي چې وایي، ډیپلوماتیکو اړیکو ته اندېښنې او له طالبانو سره په افغانستان کې د سولې د خبرو لپاره دا پرېکړه شوې ده.

ډیپلومات لیکي، د امریکا مرکزي قومانداني لږترلږه له ۲۰۱۳ کال راپه دې خوا هره میاشت د هوایي ځواکونو د بریدونو په اړه معلومات شریکوي.

خپرونه څرګندوي، د مرکزي قوماندانۍ نوې پرېکړه په داسې وخت کې شوې ده چې له طالبانو سره د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د سولې موافقې پلي کېدو ته د امریکایي چارواکو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر مارک اسپر د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې وویل طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی او له دې سره د سولې ماتېدونکی توافق له مخ په زیاتېدونکي ګواښ سره مخامخ شوی دی، ښاغلي اسپر د سولې د توافق په برخه کې پر افغان حکومت هم انتقاد کړی دی چې ژمنې یې تر اوسه نه‌دي پر ځای کړي.

ډیپلومات وړاندې په کابل کې د ولسمشر اشرف غني او د پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د انتخاباتو د نتیجو پر سر اختلافاتو ته اشاره کوي او لیکي چې له دې سره هم د سولې مسئله پېچلې شوې ده.

  • ایرو اېشیا رېویو

بلې خپرونې، ایرو اېشیا رېویو لیکلي دي، په داسې وخت کې چې نړۍ د کرونا ویروس له وبا سره لاس و ګرېوان ده د افغانستان د سولې بهیر د وخت او د نړیوالې ټولنې د نه‌پاملرنې له پلوه له ستونزو سره مخامخ دی.

خپرونه بیا لیکي، طالبانو د روژې په میاشت کې د حکومت د اوربند وړاندیز رد کړ او دا یې معقول ونه‌باله.

ایرو اېشیا رېویو خپرونه بیا د امریکا او طالبانو د سولې د توافق د لارې خنډونو ته اشاره کوي، یو یې پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو ادامه یادوي او بل یې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د زندانیانو د تبادلې په لارې کې خنډ او لیکي چې د تړون له مخې منل شوې وه چې حکومت به تر پنځه زره پورې د طالبانو زندانیان ازادوي او په ځواب کې به‌یې طالبان تر زرو پورې افغان بندیان خوشې کوي.

خپرونه بیا د سولې د لارې درېیم خنډ د تېر کال د ولسمشرۍ انتخاباتو پر سر د اشرف غني او عبدالله عبدالله اختلافات یادوي چې لا هم نه‌دي حل شوي او څلورم ټکی له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو د یو میلیارد ډالرو مرستې کمول ګڼي چې د خپرونې په باور له دې سره به د سولې په خبرو کې د افغانستان حکومت دریځ نور هم کمزوری شي او له طالبانو سره به‌یې په جګړه کې توانمندي کمه شي.

ايرو اېشیا رېویو کرونا ویروس د یوه بل اضافي ګواښ په توګه یادوي چې افغان حکومت تهدیدوي.

خپرونې په خپلې اوږدې مقاله کې وړاندې د افغانستان په سوله کې د پاکستان ګټو ته اشارې کړې دي، بیا یې لیکلي دي چې پاکستان په دې قضیه کې د هند د هڅو هرکلی نه‌کوي، خو نوې ډېلي خپلو هغو ژمنو ته ادامه ورکوي چې د افغانستان د رغونې په برخه کې یې کړې دي، خو د افغانستان راتلونکې پېښې به د هند نقش روښانه کړي.