ټرمپ د ایران پر وړاندې نظامي اقدام په اړه د کانګرس پرېکړه‌لیک ویتو کړ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس هغه پرېکړه‌لیک ویتو کړ چې پر ایران د کانګرس له اجازې پرته د پوځي اقدم مخه نیسي.

په هغه بیان کې چې پرون خپور شوی، ټرمپ د ولسمشر د جګړې د صلاحیتونو د محدودولو لپاره د کانګرس د غړو دغه هڅه ډېر سپکاوی او له حقایقو او قانون څخه د ناسم درک پر اساس بللې ده.

د استازو جرګې له‌خوا دغه نادره دوه ګوندیز پرېکړه‌لیک چې اجرایي بڼه نه‌لري، په تېره مارچ میاشت کې تصویب شوی و. مخکې دغه پرېکړه‌لیک سنا جرګې هم تأیید کړی و.

دغه پرېکړه‌لیک د امریکا په هوایي برید کې د ایران د سپاه پاسداران د ځواک د یوه مهم قوماندان له وژل کېدو وروسته هغو اندېښنو ته په پام چې ګوندې امریکا له ایران سره د جګړې پر لور روان دی، مطرح شوی و.