د امریکا پوځ وایي، تېر کال د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې له ۲۰۰ زیاتو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې.
په هغه راپور کې چې پرون د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون لهخوا خپور شوی ویل شوي چې تېر کال د امریکایي ځواکونو په بریدونو کې په افغانستان، عراق، سوریه او سومالیا کې ۱۳۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د دغه راپور له مخې تر ټولو ډېر تلفات په افغانستان کې ملکي وګړو ته رسېدلي چې د وژل شویو شمېر یې ۱۰۸ تنه او د ټپیانو ۷۵ تنه ښودل شوی دی.
خو د بخښنې نړیوال سازمان یا امنستي انټرنشنل چې په جګړو کې د بشري حقونو پر مسئلې څارنه کوي وایي چې پنټاګون ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې شمېر ډېر کم ښیي.