اروپایي ټولنې له لوېدیځ بالکان سره د ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړه

د اروپايي هېوادونو بیرغونه

د اروپایي ټولنې مشرانو د لوېدیځ بالکان هېوادونو سره د خپل ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړه څو دا هېوادونه بالاخره د دغه بلاک غړي شي.

د اروپایي ټولنې مشرانو د کرونا ویروس د بحران سره د مبارزې لپاره د لوېدیځ بالکان له هېوادونو سره نویو مالي مرستو ژمنه وکړه.

دا ژمنه داسې وخت شوې چې روسیه او چین هم په همدې سیمه کې د نفوذ په لټه کې دي.

د اروپایي ټولني مشرانو او د غړو هېوادونو استازو د چهارشنبې په ورځ د مې ۶مه د البانیا، بوسنیا هرزګوېنا، کوسوو، مونته‌نګرو، شمالي مقدونیې او صربیا له مشرانو سره شااوخوا دوه ساعته وېډیویي کنفرانس درلود.

په دې سرمشریزه کې د اروپایي ټولنې د غړیتوب بحث ونه‌شو او تمرکز یوازې د کرونا ویروس پر ټولنیزو او اقتصادي زیانونو وو.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزلا فن دیر لاین تر سرمشریزې وروسته وویل د لوېدیځ بالکان هېوادونه په اروپایي ټولنې پورې اړوند دي او په دې اړه زموږ سره هېڅ پوښتنه نه‌شته.