د بالکان د ۶ هېوادونو مشران پر کرونا ویروس انلاین بحث کوي

د کرونا ویروس د ازمایښت اله

د اروپایي ټولنې او د بالکان د شپږو هېوادونو مشران نن چهارشنبه د کرونا ویروس په اړه خپله انلاین غونډه ترسره کوي.

دا غونډه هر دوو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي، تمه وه چې د غونډې تمرکز به په اقتصادي مسایلو او د بالکان په یو شمېر هېوادونو کې د اصلاحاتو په اړه وي، خو د کرونا ویروس خپرېدو د غونډې پر اجنډا سیوری غوړولی.

په اروپایي هېوادونو کې کرونا ویروس نږدې یو لک او څلویښت زره کسان مړه کړي دي.

بروکسل نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، اروپایي ټولنه او د بالکان هېوادونه د کرونا په وړاندې مبارزه کې یو لاس دي.

بالکان حوزه شپږ هېوادونه لري چې البانیا، بوسنیا، کوسوو، مونتي نګرو، شمالي مقدونیا او سربیا دي.