د بغلان د مرکز په یوه لیرې پرته سیمه کې د یوه ۱۰۰ بستريز روغتون د رغونې چارې په نیمايي کې پاتې دي.
د بغلان ولایت د مرکز پلخمري د حسین خېلو سیمې اوسېدونک وايي دغلته د یوه ۱۰۰ بستريز روغتون د جوړولو چارې له څه باندې یوه کال راهیسې په نیمايي کې ټپه ولاړې دي.
د روغتون د جوړولو چارې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې پیل شوې او ټاکل شوې وه، په ۳ کلونو کې جوړ شي.
د سیمې یوه مخور حاجي یار محمد ازادۍ راډیو ته وویل، که څه هم روغتون ته ځايي اوسېدونکو ۱۰۰ جریبه ځمکه ورکړې، خو د روغتون د جوړولو کارونه د دوی له غوښتنو- سره سره بېرته پیل شوي نه دي.
هغه زیاته کړه: "قراردادي ویل چې زه د روغتون د جوړولو کارونه په درېیو کلونو کې پای ته رسول. اوس ۴ کاله تېر شوي، کارونه یې په ټپه ولاړ دي، موږ ته معلومات نه کېږي، دا کار یې ولې درولی دی.؟"
حاجي یار محمد وايي، دوی والي، ولایتي شورا او د ولسي جرګې استازو ته ورغلي، خو منډو ترړو یې نتیجه نه ده ورکړې.
د حسین خېلو د ګذر وکیل فرهاد احمدزی وايي، د روغتون د جوړولو کارونه څه باندې ۴۰ فیصده مخ ته تللي دي.
خو ښاغلی احمدزی وايي په ولایت کې ځینې زورواکان اوس هڅه کوي چې دغه روغتون په بل ځای کې جوړ شي.
فرهاد احمدزي وویل، دوی به له خپلو هڅو تر شا نه شي: "زما داسې څوک نه شته چې د دولت په چوکاټ کې دنده ولري، یا یې ټوپک په غاړه وي او زما تر شا زما د ملاتړ لپاره ودرېږي، ما ته ډېر ګواښونه شوي، یو وارې نه، دوه وارې نه، لس وارې راته ګواښ،نه وشول چې په دې مسئله کې ګوتې مه وهه، ما له دې سره- سره ورته وویل، که سر مې هم لاړ شي دغه روغتون نه پرېږدم چې له دې ځایه انتقال شي، ځکه دا به د بغلان لپاره د شرم ځای وي."
د بغلان یو مدني فعال محمد جواد الهام د دغه ۱۰۰ بستريز روغتون د جوړولو د ځنډ عمده په دغه ولایت کې موجوده مافیايي کړۍ ګڼي.
ښاغلي الهام زیاته کړه: "له بده مرغه د محلي ادارې د کمکارۍ او ځینو مافیايي کړیو د لاسوهنې له وجې د دغه روغتون د جوړولو کار په ټپه ولاړ دی، ولس راپاڅېدلی، ځوانانو او مشرانو خپل حق غوښتلی، خو بیا هم د دوی غږ ته توجه نه ده شوې، موږ په جدیت له مرکزي ادارې غوښتنه کوو، چې د دغه روغتون پاتې کار ژر بشپړ کړي."
د بغلان چارواکو ویلي وو، چې پر دغه روغتون به څه باندې ۲۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
دوی اوس د روغتون د جوړولو په چارو کې د ځنډ یو علت قراردادي شرکت ته د مالیې د وزارت له خوا د بودجې نه ورکول ښوولي دي.
د والي ویاند نذیر نجم وايي، وروسته له هغې چې په کابل کې مالیې وزارت د روغتون د جوړولو قراردادي شرکت ته د بودجې ورکړه ودروله، شرکت هم د روغتون د جوړولو چارې په ټپه ودرولې.
هغه زیاته کړه: "څرنګه چې د قراردادي شرکت مالي امکانات محدود وو، د تړون له مخې په کار وه دوی ته پیسې انتقال شي، خو له بده مرغه د مالیې وزارت له خوا دوی ته پیسې نه دي انتقال شوي، قراردادي شرکت د دې ستونزې له وجې له څو میاشتو راهیسې خپل رغنیز کارونه په ټپه درولي، مشکل د قراردادي شرکت له خوا دی."
د والي ویاند وایي، څرنګه چې د روغتون د جوړولو قرارداد په کابل کې شوی، ځکه نو تر ډېره دوی په ولایتي سطحه اجراات نه شي کولای.
خو د افغانستان د مالیې وزارت وايي، بغلان د مرکز د دغه روغتون د قراردادي شرکت بودجوي چارې په مالیې وزارت پورې اړه نه لري.
د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې قراردادي شرکت دې دا موضوع له روغتیا وزارت سره شریکه کړي.
هڅه مو وکړه، چې د روغتیا وزارت نظر هم راواخلو، چې ویاند یې لا زموږ اړیکې ته ځواب نه دی ویلی.
د نیو جان ګروپ په نوم قراردادي شرکت مخکې د روغتون د جوړولو په چارو کې د ځنډ علت په حسین خېلو کې ناامني بللې وه.
خو د بغلان د والي ویاند وايي دا ناامني دومره نه ده، چې د روغتون د جوړولو چارې ټکنۍ کړي.
په ټولنیزو رسنیو کې هم د بغلان په لسګونو ځوانانو له ولایتي چارواکو د دغه ملکي روغتون د جوړېدو د چارو د چټکتیا غوښتنه کړې ده.