اریانا افغان هوایي شرکت د سوداګریزو مالونو د لېږد طرحه وروستۍ کړه

اریانا افغان هوايي شرکت

اریانا افغان هوایي شرکت د سوداګریزو مالونو د لېږد طرحه وروستۍ کړې ده.

د جمهوري ریاست د رسمي وېب‌پاڼې د معلوماتو پر بنسټ، له ولسمشر غني سره په دغه وېډیویي ناسته کې د اریانا هوایي شرکت مشر عالم شاه ابراهیمي خبرې وکړې او ویې‌ویل، د یادې طرحې په عملي کېدلو سره به د سوداګرو مالونه لکه تازه مېوې او د لومړنیو توکو صادرات او واردات د دې شرکت د الوتکو له لوري وشي.

نوموړي وویل، همدارنګه د هېواد کرنیز حاصلات به هم د کرونا ویروس اوسني وضعیت ته په کتو د سیمې بازارونو ته ورسېږي.

په دغه ناسته کې ولسمشر غني ټینګار وکړ چې صادرات او خصوصي سکټور دې پیاوړی شي.