وسله‌والو د ایران سپاه پاسداران ۳ غړي د عراق پولې ته نږدې وژلي

د ایران سپاه پاسداران

وسله‌والو د ایران د سپاه پاسداران انقلاب درې غړي د عراق پولې ته نږدې وژلي دي.

د ایران تسنیم اژانس چې د سپاه پاسداران مربوط دی دا خبر پرون ورکړ او څرګنده‌یې کړه چې په وژل شویو کې یو ډګروال دی.

د تسنیم اژانس په استناد د ایران د اسلامي انقلاب یو شمېر مخالفان هم د دیوان دره په ښارګوټي کې چې د عراق له پولې نږدې ۶۰ کیلومتره لیرې ده، وژل شوي دي.

د برید کوونکو په اړه په دې راپور کې جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

په دې سیمه کې کله نا کله د ایراني ځواکونو او کردي بېلتون غوښتونکو یا داعش وسله‌والو ترمنځ جګړه کېږي.