د امریکا سفارت له افغانانو سره د ایراني ځواکونو د چلند په اړه د څېړنو ملاتړ وکړ

کابل کې د امریکا سفارت

په کابل کې د امریکا سفارت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې چارواکې جلا جلا د هغو پرېکړو ملاتړ کړی چې د ایران په پوله کې له افغانانو سره د ایراني پوله ساتو بد چلند وڅېړل شي.

افغان چارواکو ویلي چې تر ۷۰ پورې افغان پناه غوښتونکي تېره اوونۍ د ایران سرحدي ځواکونو وهلي او مجبوره کړي یې دي چې ځانونه هریرود سیند ته واچوي.

د هرات ولایت چارواکو ویلي، له هریرود سیند څخه یې ۱۲ مړي ترلاسه کړي دي.

د امریکا سفارت سه شنبه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دې اړه د افغان حکومت، مدني ټولنې او خلکو په اندېښنو کې شریک دی.

تر دې مخکې د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الیس وېلز نن سې شنبه په خپل ټوېټر لیکلي: "هغه راپورونه چې په کې ادعا شوې ایران، له افغان پناه غوښتونکو سره ظالمانه چلند کړی، وحشتناک دي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دې پېښې په تړاو له ایراني چارواکو سره ګډې څېړنې پيلوي.

د څېړنو د پيل په اړه د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن په یوه پیغام کې وویل: "د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران له لوري ګډو څېړنو ته د چمتووالي هرکلی کوي او د رسمي یاددښت رسېدو ته سترګې په لار دی څو د هغه په چوکاټ کې ژر تر ژره د ګډو څېړنو د پيل لپاره زمینه برابره شي، د څېړنو هدف دا دی څو د پېښې کره څرنګوالی معلوم او عدالت تامین شي."

مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې دغه پېښه د افغانستان په خاوره کې دننه شوې او د ایران سرحدي ځواکونه په کې لاس نه لري.

په افغانستان کې وزګارتیا او بېوزلي د دې سبب شوې، چې هر کال په زرګونو افغانان له خپل هېواده په غیرقانوني لارو ایران ته لاړ شي.