بدخشان کې هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۹ وسله‌وال وژل شوي

د بدخشان نقشه

د بدخشان امنیتي چارواکي وایي د مرکز فیض‌اباد اړوند یوه سیمه کې په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۹ وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

دا خبره د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني نن ازادي راډیو ته وکړه.

زیاته کړه: "کومه نښته چې نن شپه په یفتل بالا سیمه کې په څو کلیو کې وشوه او هوايي بریدونه هم وشول په نتیجه کې یې د دولت نهه وسله‌وال مخالفین ووژل شول او اووه نور یې ټپيان شول. اووه کلي هم په دې سیمه کې د مخالفینو له وجوده تصفیه شول."

روحاني وویل په نښتو کې ملکیانو ته زیان نه‌دی اوښتی.

وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د بدخشان په ځینو سیمو کې وسله‌وال طالبان فعال بلل کېږي چې له امله‌یې د داعش او د مرکزي اسیا د نورو ترهګرو ډلو غړو ته د فعالیت زمینه برابره شوې ده.