پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې احتجاجونه کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) پلویان په پام کې لري نن سې شنبه د پاکستان ترڅنګ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې احتجاجونه وکړي.

دغه احتجاج د دغه غورځنګ د یوه مخکښ فعال سردار عارف وزیر د وژنې پر خلاف رابلل شوی دی.

د غورځنګ یوه او د پاکستان پارلمان غړي مشر محسن داوړ پرون ازادي راډیو ته وویل: "زموږ اصل پیغام نړۍ ته دا پېغام رسول دي چې دا څنګه وشو او چا وکړل او څنګه زموږ ریاست د دې ترهګرو ملاتړ کوي، هغوی ته وسلې ورکوي‌ او د هغوی ساتنه کوي. زموږ تحریک پر امن تحریک دی او پر عدم تشدد ولاړ یو او یوازنۍ وسله مو احتجاج دی."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ فعال سردار عارف وزیر تېره شنبه د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

پر هغه د جمعې پر ماښام د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې وسله‌وال برید شوی و.

پښتون ژغورنې غورځنګ له تېرو څه باندې دوو کالو راهیسې د دوی په وینا په خپله خاوره کې د امن راوستلو لپاره مبارزه کوي.