صربیا کې پارلماني انتخابات وځنډول شول

په صربیا کې د انتخاباتو مرکزي کمېسیون کارکوونکي چې د کرونا ویروس څخه د خوندیتوب لپاره‌یې ځانګړي کالي اغوستي دي.

د صربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ وايي، د دې هېواد پارلماني انتخابات د روان کال د جون تر ۲۰مې نیټې پورې ځنډول شوي دي.

تمه کېده چې دا انتخابات د اپرېل میاشتې په ۲۶مه، ترسره شوي وی، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله صربیا کې بېړنی وضعیت اعلان شو چې ورسره انتخابات وځنډول شول.

ولسمشر ووچیچ د انتخاباتو په ترسره کولو کې د ځنډ دا اعلان د دوشنبې په ورځ د دې هېواد د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره لیدنه کې وکړ.

په صربیا کې تر نهه نیم زرو زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي او نږدې ۲۰۰ کسان د دې ویروس له کبله مړه شوي دي.

په دې اروپايي هېواد کې د مارچ د میاشتې نیمايي کې بېړنی وضعیت اعلان شو.