افغان چارواکي: ایران کې د افغان مسافرو د ډوبېډو پېښې څېړنې روانې دي

ډوب شوي افغانان

افغان چارواکي وايي، د هغو راپورونو په اړه‌یې لا هم څېړنې روانې دي چې وايي، د افغانستان او ایران د پولې په اوږدو کې یو شمېر افغان مسافر د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا شکنجه شوي او اوبو ته غورځول شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل په دې اړه د دوی څېړنې دوام لري. د څېړنو په جریان کې یو لړ پرمختګونه هم شوي دي. په خبرپاڼه کې د دې پرمختګونو جزئیات نه‌دي ورکړل شوي او د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد هم په دې اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

بله‌خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي د یکشنبې په ورځ په دې اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل.

نوموړي په یوې اعلامیه کې ویلي "دا پېښه د افغانستان په خاوره کې شوې."

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته په دې اړه چې ایا رښتیا پېښه د افغانستان خاوره کې شوې کنه له څه ویلو ډډه وکړه، خو ویې‌ویل، سیمې ته یو هیئت استول شوی دی.

هغه زیاته کړه: "ګډ هیئت مؤظف شوی چې سیمې ته ولاړ شي او په دې اړه شوې ادعاوې د اسنادو او شواهدو له مخې وڅېړي. د دې هیئت د کار راپور د بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوند ادارو ته سپارل کېږي او د قانون په رڼا کې کوم اجراأت چې په کار وي ترسره کېږي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په خپله اعلامیه کې ویلي د ایران له چارواکو یې غوښتي چې هغوی له خپله اړخه هم په دې اړه څېړنې وکړي او پایلې یې له افغان حکومت سره شریکې کړي.

تر دې مخکې یو شمېر عیني شاهدانو په هرات کې ازادي راډیو ته ویلي وو چې تر ۵۰ زیاتو هغو افغانانو چې غوښتل‌یې په قاچاقي لاره ایران ته ولاړ شي، ایراني پوله‌ساتو د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې شکنجه کړي او سیند ته‌یې غورځولي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د پېښې قربانیانو ته منسوب بوږنوونکي تصویرونه خپاره شوي دي.