یونان سلګونه کډوال لیسبوس کمپ ته لېږدوي

دا هغه کډوال دي چې لیسبوس کمپ ته لېږدول کېږي

یونان د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سلګونه کډوال د لیسبوس له کمپ څخه لېږدوي.

اروپایې ټولني او د بشري حقونو سازمانونو له آتن څخه غوښتي چې ډېر اغېز منونکي کسان د کډوالو له کمپونو څخه چې په ټاپوګانو کې دي، د یونان خاورې ته دننه انتقال کړي.