ناټو د افغانستان لپاره خپل نوی ملکي استازی وټاکه

سټیفانو پونتیکوروو

ناټو په پاکستان د ایټالیا پخوانی سفیر په افغانستان کې د خپل ملکي استازي په توګه ټاکلی دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې سټیفانو پونتیکوروو یې په افغانستان کې د دې سازمان د ملکي استازي په توګه ټاکلی .

د سټولټنبرګ په خبره دا نوی استازی به د جون له لومړۍ نېټې څخه په افغانستان کې خپله دنده پیل کړي.

پونتیکوروو چې په سیمه کې د کار تجربه لري او تر دې وړاندي په پاکستان کې د ایټالیا سفیر وو، د نیکولاس کې پر ځای په دنده ګمارل شوی دی.

د ناټو سرمنشي د دې خبر د اعلان پر مهال له افغانستان سره د ایټالیا د مرستو ستاینه وکړه او وې ویل چې د افغانستان د راتلونکي لپاره په دې حساس وخت کې ټول اړخونه باید د سولې راوستلو او هم د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له دې هېواد سره همکاري وکړي.

ینس سټولټنبرګ د افغانستان د امنیت لپاره د ناټو د اوږد مهاله همکاریو په اړه چې د ده په وینا د ناټو د امنیت لپاره مهمه ده، ډاډ ورکړ.