روسیه کې د یوه روغتون له کړکۍ ډاکتر ځان غورځولی

آرشیف

هغه ډاکتر چې په روسیې کې یې د یوه روغتون له کړکۍ ځان وغورځاوه، په نازک روغتیایې وضعیت کې دی.

دغه ډاکتر د روسیې په ختیځ کې په یوه روغتون کې کار کاوه شکایت کړی وو چې سره له دې چې د کرونا ویروس نتیجه یې مثبته اعلان شوې وه، کار ته اړ ایستل شوی و.

دا په روسیې کې په وروستیو ورځو کې دریم ځل دی چې دا ډول پېښه کېږي.

د ډاکتر الکساندر شولیپوف همکارانو پرون وویل چې نوموړي د شنبه په ورځ د نوایا اوسمان ښارګوټي د روغتون له دویم پوړ څخه څخه ځان لاندي وغورځاوه.

د ښاغلي شولیپوف سر ضربه لیدلې او تر جدي درملنې لاندې دی.

روسي چارواکي وایي په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۳۴ زره او ۶۸۷ تنو ته رسېدلی چې ۱۲۸۰ تنه ترې مړه شوي دي او ۱۶ زره او ۶۳۹ تنه بېرته روغ شوي دي.